د بشري حقونو د څار نړۍوالې کمېټې د نوي حکومت پر ځینو سپارښتنو نیوکې کړې دي 

0
133

د بشري حقونو د څار نړۍوالې کمېټې د نوي حکومت پر ځینو سپارښتنو نیوکې کړې دي 

د نوموړې په وینا داسې ښکاري چې دوی له ښځینه وو سره ناسم چلند کوي او دا مسئله امریکا ته د اندېښنې وړ ده. هغې ټینګار کړی چې امریکا به له افغان مېرمنو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

 

(2021 / 12 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

امریکا او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د نوي حکومت پر ځینو سپارښتنو نیوکه کړې ده.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د مېرمنو په اړه د طالبانو تازه څرګندونې د دوی د زنداني کولو په مانا دي.

سرچینه وایي چې نوي حکومت تر دې وړاندې هم پر ښځینه وو بېلابېل فشارونه راوستي او له کار کولو یې منع کړې دي.

بلخوا د امریکا د ولسمشر مرستیال کامیلا هاریس هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبانو د ښځینه وو په اړه د امریکا تمه نه ده پوره کړې.

د نوموړې په وینا داسې ښکاري چې دوی له ښځینه وو سره ناسم چلند کوي او دا مسئله امریکا ته د اندېښنې وړ ده. هغې ټینګار کړی چې امریکا به له افغان مېرمنو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

ا.ا په تازه اقدام کې ویلي، چې ښځې له محرم پرته اوږده سفرونه نه شي کولی خو ټینګار کوي چې دا یوازې د سپارښتنې بڼه لري.

Leave a reply