د پاکستان عالمانو لۀ درسي کتابونو د تشدد او نفرت اړوند موضع ګانې لۀ کتابونو باسي 

0
202

د پاکستان عالمانو لۀ درسي کتابونو د تشدد او نفرت اړوند موضع ګانې لۀ کتابونو باسي 

د پاکستان د لومړي وزیر مذهبي سلاکار طاهر اشرفي په لاهور کې د علماوو له غونډې وروسته خبريالانو ته ویلي، چې تر دې دمه يې له ۳۰۷ کتابونو څخه هغه موارد لرې کړي چې په ټولنه کې کرکه نفرت او تشدد خپروي.

 

(2021 / 12 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستاني علماوو پرېکړه کړې ده چې د ښوونځیو له کتابونو هغه مسائل لرې کړي چې زده کوونکي تشدد او سختدریځۍ ته هڅوي.

د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د پاکستان علماوو د ښوونځیو له کتابونو د کرکې، تشدد او ستختدریځۍ موادو د لرې کولو پریکړه کړې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر مذهبي سلاکار طاهر اشرفي په لاهور کې د علماوو له غونډې وروسته خبريالانو ته ویلي، چې تر دې دمه يې له ۳۰۷ کتابونو څخه هغه موارد لرې کړي چې په ټولنه کې کرکه نفرت او تشدد خپروي.

د یادونې ده چې نړۍ په وار وار له پاکستان څخه د مذهبي سختدریځۍ د مخنیوي غوښتنه کړې وه خو پاکستان ویلي وو چې پاکستان کې د مذهبي تاوتریخوالي په نوم څه نشته دي.

Leave a reply