پیښور کې پولیسو سره وسله والو ډزې کړي، وسله وال ی نیولي دي

0
155

باغی ټي وي رپورټ
دپيښور د شاه پور پوليس دښار په وډپګه سيمه کې پولیس اهلکارو دوه وسله وال کسان نيولي دي، پولیس محکمې نه جاري شوي یو خبرپانړه کې وایی چې دې وسله والو په ځوابي ډزو سره يې دتيښتې هڅه کړې وه خو ددوؤ وسله والو ملزمانو دتيښتې هڅه ناکامه کړه او پولیسو دا کسان ونیول.

د پولیس رپورټ مطابق دې کسانو سره يو کلاشنکوف او يوه تومانچه هم شامله وه چې پولیس ترلاسه کړې ده، ددوي په ضدر دپوليسو دتښتولو او غيرقانوني وسله ساتلو په تور مقدمه هم درج کړل شوې او پلټنې روانې دي.
د تفصيلاتو ترمخه د شاه پور پوليس سټيشن ايس ايچ او ته خبر ورکړے شو چې د شاه پور په حدودو کښې په وډپګه سیمه کښې څه شکمن وسله وال موجود دي، د رپورټ مطابق چې وسله والو پولیس ولیدل نو ډزو سره د تېښتې کوشش اوکړو ولي د پوليس پارټئ له لوري هم ځوابي ډزې وشوې او وسله وال ی ونیول.

Leave a reply