پاکستان په سعودي عرب برید په کلکه غندلې دې

فایل فوټو، عرب نیوز
باغي ټي وي رپورټ
پاکستان د سعودي عربستان په جازان سیمه کې د حوثي باغیانو لخوا د توغندیو بریدونه په کلکه غندلې ده، په دې برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله پیښه شوه وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ویب پانړه خپور شوې یو بیان مطابق دا ډول بریدونه نه یوازې د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده بلکې د سعودي عربستان او سیمې سوله او امنیت ته هم ګواښ پیښولې شي.
په بیان کې ویل شوي دي چې پاکستان د دغو بریدونو د سمدستي بندولو غوښتنه کوي ، په بیان کې زیاتوي چې پاکستان د سعودي عرب د امنیت او علاقاي امنیت ته د ګواښونو په ضد د سعودي عرب سره بشپړ ملاتړ او حمایت څرګندونه کوي.






