پاکستان د هند فوځ له لوري د کشمیریانو وژنه په کلکه غندلې ده
باغي ټي وي رپورټ
پاکستان په تیرو دریو ورځو کې د هندي قابضو ځواکونو لخوا په جعلي مقابلو کې د شپږو نورو کشمیري ځوانانو شهید کول په کلکه غندنه کړې ده .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دولتي ویب پانړه خپور شوي د یو خبرلیک مطابق د مقبوضه کشمیر په اسلام اباد کې د هندي اشغالګرو ځواکونو لخوا یو ۱۹ کلن زده کوونکی په شهادت ورسول شول. د دسمبر په میاشت کې د هندي اشغالګرو ځواکونو لخوا تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۸ کشمیریان شهیدان شوي دي.
د وزارت خارجه خبرپانړې مطابق هندي قابض پوځ د کشميريانو په کورونو ناقانونه چاپې، د کشمیریانو سپکاوي او د پلټنې په نامه عملياتو کې د بې عدالتۍ د وژنې لړۍ لاپسې زياته کړې ده.
د رپورټ مطابق د تېر کال د اپریل له میاشتې راهیسې په نامعلومو ځایونو کې د شهیدانو د وروستیو جسدونو د هغوی د کورنیو د رضایت پرته ښخول، د بی جے پی-آر ایس ایس د د ناوړه چلند ، ددوی د ظلم او غیرانساني رویې ،ظلم او د نفرت څرګندونه ده.
په خبرپانړه کې وایی چې هند باید په دې ښه پوه شي چې هیڅ ډول ظلم نشي کولی چې د کشمیریانو سوچ او د آزادې او خپلواکۍ لپاره کوششونه او هلې ځلې ماتې کړي.