د هندوستان مسلمانان د قایداعظم ستاینه کوي: شیخ رشید
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان کورنیو چارو وفاقي وزیر شیخ رشید احمد په یو بیان کې ویلي دي چې نن د هندوستان مسلمانان هم د پاکستان باني قایداعظم محمدعلی جناح ستاینه کړي چې مسلمانانو لپاره یو آزاد او خپلواک هیواد جوړ کړو او نن په یو آزاد او خپلواک ملک کې دوی ژوند کوي، شیخ وایی چې پاکستان به تر قیامته پورې د نړۍ په نقشه وي.
دا خبرې شیخ رشید د قاید اعظم په قبر د حاضر نه پس رسنیو سره وکړې، شیخ اوویل چې نن مونږ باید ژمنه وکړو چې پاکستان لپاره به کار کوو او په پاکستان کې به د اقليتونو ته به د دوي آئيني حقوق وركوو.
شیخ رشید اوویل چې په مقبوضه كشمير، يوپي او مهاراشټر كښې مسلمانانو سره بد سلوك كولې شي او په دوی ظلمونه کولې شي.