روسیې پۀ زرګونو سرتېري د اوکراین لۀ پولو پۀ شا کړي دي

روسیې پۀ زرګونو سرتېري د اوکراین لۀ پولو پۀ شا کړي دي
بلخوا بیا غرب او امریکا اندېښنه لرله چې روسیه پر اوکراین د برید پلان لري، روسیې ویلي پر اوکراین برید نه کوي، خو ناټو ته په کار ده چې شرق ته د پراختیا نه کولو پر ژمنه عمل وکړي.
(2021 / 12 / 26 نېټ باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
مسکو بېرته خپل زرګونه سرتېري د اوکراین له شاوخوا راټول کړي دي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې دمګړی شاوخوا لس زره روسي عسکر له اوکراین سره له څېرمو پولو بېرته نظامي اډو ته لېږدول شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې دوی له اوکراین سره څېرمه خپل اوږده نظامي تمرینات پای ته رسولي او دمګړی یې سرتېري په نظامي اډو کې دي چې د پاتي سرتېرو د لېږلو تابیا هم نیسي.
بلخوا بیا غرب او امریکا اندېښنه لرله چې روسیه پر اوکراین د برید پلان لري، روسیې ویلي پر اوکراین برید نه کوي، خو ناټو ته په کار ده چې شرق ته د پراختیا نه کولو پر ژمنه عمل وکړي.
اړوند موضوعات:
برگشت بیش از ۱۰ هزار سرباز روسی از نزدیکی مرز اوکراین به پایگاههای شان
ددې کشمکشونو په لړ کې د روسیې او امریکا ترمنځ د مذاکرات د دوام خبره هم شوې ده.






