نیویارک ټایمز ویلي چې افغانستان سره د امریکا د مستقیمې اړیکي جدي اړتیا ده

نیویارک ټایمز ویلي چې افغانستان سره د امریکا د مستقیمې اړیکي جدي اړتیا ده
په مطلب کې راځي له پاکستان سره دې نظامي همکارۍ کمې کړل شي، د افغانستان په اړه دې له دغه هېواد سره بحثونه ختم کړل شي، بلکې مستقیم دې له افغانستان سره اړیکې پیاوړې کړل شي او تر څنګ یې دې له دغه هېواد سره د امریکا په مرستو کې کموالی راشي.
(2021 / 12 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
- بشپړ راپور
امریکا باید د پاکستان پر وړاندې پر خپله تګلاره له سره کتنه وکړي.
نیویارک ټایمز په یوه تحلیل کې ویلي، امریکایي سیاستوال او ډېری پالیسي جوړوونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې تر ټولو ستره مسوولیت پر پاکستان دی نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې نور دې پر دغه هېواد له تکیه کولو لاس واخلي.
په مطلب کې راځي له پاکستان سره دې نظامي همکارۍ کمې کړل شي، د افغانستان په اړه دې له دغه هېواد سره بحثونه ختم کړل شي، بلکې مستقیم دې له افغانستان سره اړیکې پیاوړې کړل شي او تر څنګ یې دې له دغه هېواد سره د امریکا په مرستو کې کموالی راشي.
اړوند موضوعات:
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له افغانستان سره د لا ډېرو مرستو په لټه کې یو
سرچینه کاږي که امریکايي سیاستوال دې مواردو ته پام نه کوي او د پخوا په څېر له دغه هېواد سره اړیکو ته ادامه ورکوي، نو دا به د یوې تېروتنې بیا بیا تکرار وي چې زیانونه به یې یوازې امریکا ته اوړي.






