د ا.ا.ا ویاند ویلي چې د مشرانو شورا پر جوړښت خبرې روانې دي 

0
93

مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا له لوري د افغانستان د ملي شتمنۍ ازادېدو لپاره هڅې ډېرې شوې دي او ډېری کارپوهان پر دې باور دي چې که چېرته لویه جرګه جوړه او په ترڅ کې یې ټول خلک د یادو پیسو د ازادولو غوښتنه وکړي نو ممکن پایلې یې مثبتې او د افغانانو په خیر اوسي.

(2021 / 12 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ا.ا د مشرانو شورا او عامه شورا پر جوړلو کار پیل کړی دی.

نوموړي ویلي چې دوی یو شمېر دولتي تشکیلات له منځه وړي دي او غواړي چې پر ځای یې د مشرانو او عامه شوراګانې رامنځته کړي.

مجاهد زیاته کړې ده چې ملغی شوې ادارې د ا.ا پر اوږو بار وې او د اقتصادي بحران له امله یې د یادو ادارو تشکیلات هم له منځه وړي دي.

Leave a reply