بنګلدیش کې کیښتۍ کې د اور لګېدنې پېښه کې د وژل شویو کسان شمېر لوړ شوی دی 

0
201

بنګلدیش کې کیښتۍ کې د اور لګېدنې پېښه کې د وژل شویو کسان شمېر لوړ شوی دی 

راپور کې د بنګله دېشي چارواکو له قوله راغلي چې دا پېښه له پلازمینې ډاکې څخه په ۳۵۰ کیلومتري کې جنوب لورې ته جلکاتي سیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

 

(2021 / 12 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په بنګله دېش کې تېره ورځ له مسافرو په یوې ډکې بېړۍ کې د اورلګېدنې له امله رامنځته شوې پېښه کې د مړه شویو کسانو شمېر ۳۹ ته لوړ شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس ویلي چې تر اوسه د ماشومانو په ګډون د کښتۍ ډېری مسافر لادرکه دي.

د سمندري بېړۍ دغه وېروونکې پېښه تېره ورځ سهار وختي پر داسې مهال رامنځته شوې ده چې ډېری مسافر په خواږه خوب ویده وو.

راپور کې د بنګله دېشي چارواکو له قوله راغلي چې دا پېښه له پلازمینې ډاکې څخه په ۳۵۰ کیلومتري کې جنوب لورې ته جلکاتي سیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

اړوند موضوعات:

 بنګلدیش کې د اورلګېدنې لۀ امله ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

چارواکو ویلي چې ښایي په پېښه کې د مړه شویو کسانو شمېر تر دې هم ډېر شي ځکه بېړۍ ډېره سوځېدلې ده او پکې سپاره ډېری کسان لا هم تري تم دي.

Leave a reply