وزیراعلی محمود خان آیی جي پیښور سره مهمه غونډه کړې

0
146

باغي ټي وي رپورټ
د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان سره د خيبرپښتونخوا چيف سيکرټري شهزاد بنګش او انسپکټر جنرل آف پوليس معظم جاه انصاري ملاقات اوکړو، په دې مهمه غونډه کې ايډيشنل چيف سيکرټري شهاب علي شاه هم موجود وو۔
د وزیراعلی د ټولنیزو رسنیو پانړې د خبر مطابق په دې کتنه کې د بلدياتي انتخاباتو د دويم پړاو د سوله ييز ترسره کولو په باب خبرې وشوې.

د بیان مطابق د هغو بدمرغه پېښو کتنه چې د بلدياتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې په ځينو ځايونو کې رامنځته شوه، د سي ایم ټولنیزو رسنیو رپورټ زیاتوي چې د دغو ټاکنو په دويم پړاو کې د دغه شان بدو پیښو د مخنيوي په تګلارو خبرې وشوې.
په دې موقع محمود خان وویل، د بلدیاتی انتخاباتو لومړی پړاو په عمومی توګه سوله ایز وو، هغه اوویل په ځینو ځایونو کې ځینې بدبختانه پیښې رامینځته شوي.
وزيراعلي هدايات ورکړ چې د دغو ټاکنو په دويم پړاو کې دې د داسې پېښو مخه ونيول شي، وزيراعلي اوویل د سيمه ييزو ارګانونو د دويم پړاو ټاکنو په سوله ييزه توګه ترسره کېدو لپاره بايد له اوس څخه تيارۍ او انتظامات وشي.
وزيراعلي وويل، په دې لړ کې بايد د ضلعې ادارې، پوليسو او د ټاکنو کمېشن ترمنځ د همغږۍ يو اغېزمن سيسټم رامنځته شي.

Leave a reply