د ایف بي آر په لوړ پوړو د کروړونو روپو د کرپشن تور لګیدلې

0
94

باغي ټي وي رپورټ
د فیډرل بورډ آف ریونیو (ایف بی آر) انلینډ یونین سروس څلور لوړ پوړي چارواکي د ملیارد کروړه ډالرو جعلي ټیکس ریفنډ سکینډل کې ککړ دي.
په رسنیو کې د یو رپورټ مطابق د وفاقي ټېكس محتسب لخوا جاري شوي يو بيان له مخې د سوموټو نوټس په ذريعه د وفاقي ټېكس محتسب لخوا د ترسره كړې شوې پلټنې له مخې د اېف بي آر د انډر يونين د 21 ګريډ افسر چوهدري محمد طارق او د كارپورېټ ټېكس آفس لاهور چيف كمشنر چې هغه مهال ایډیشنل کمشنر آیی ار مقرر وو.

د رپورټ مطابق سید ندیم حسین رضوي چې د ګریډ 21 د تعلیمي ادارې غړی دی چې هغه مهال چیف کمشنر CRTO لاهور او د هغه وخت کمشنر CRTO لاهور ګریډ 21 افسر ډاکټر سرمد قریشي او د هغه وخت ډپټي کمشنر IR اشفاق احمد په مجموعي توګه 12 کروړه 33 لاکه 64 روپۍ د جعلي ټېکس ريفنډز کښې په زرګونو روپو کې ککړ موندل شوي دي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق د وفاقي ټيکس محتسب ايف بي آر ته هدايات کړي دي چي دغه افسران دي په فوري توګه د خپلو موجوده پوسټونو نه ليري کړي او د هغوي په ضد دي مجرمانه او انضباطي کاروائي وکړي.

Leave a reply