د ا.ا.ا: د اړتیا په صورت کې به لغوه شوي وزارتونه بېرته فعال کړل شي 

0
173

د ا.ا.ا: د اړتیا په صورت کې به لغوه شوي وزارتونه بېرته فعال کړل شي 

اسلامي امارت وړمه ورځ د پارلماني چارو او د سولې لپاره د حکومت د وزارتونو له لغوه کولو او همدارنګه د ټاکنو د خپلواک کمېسیونونو او ټاکنیزو شکایتونو د لغوه کېدو اعلان وکړ، خو تر اوسه د دغو دفترونو د سلګونو کارکوونکو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

(2021 / 12 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اسلامي امارت د دوو وزارتونو او ټاکنیزو کمېسیونونو له لغوه کېدو وروسته اوس وايي چې د اړتیا په صورت کې به په راتلونکي کې دغه دفترونه بېرته پرانیزي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وايي، چې د حکومت د پارلماني چارو او د سولې لپاره د حکومت وزارتونه او همدارنګه د انتخاباتو خپلواک کمیسیونونه لغوه شوي، ځکه چې نوره ورته اړتیا نه وه.

نوموړی وايي، چې د شرايطو او د اړتيا په صورت کې به دغه رياستونه بيا جوړ شي.

Leave a reply