د پي ټي آیی حکومت د قایداعظم د وژن مطابق هلې ځلې کوي: عمران خان

0
156

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان زيراعظم عمران خان په یو بیان کې وئيلي دي چي حکومت ئي د قائداعظم د ويژن مطابق کار کوي او د کرپشن نه پاکه ټولنه جوړولو لپاره او د پسمانده اولس سره مرسته کولو لپاره هلې ځلې کوي
.
د جیو نیوز رپورټ مطابق د قائداعظم محمد علي جناح د ورځې په موقع په سوشل ميډيا خپل پېغام كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل دا زمونږ د ماشومانو لپاره د فخر خبره ده چې د پاكستان په شان په يو آزاد هېواد كښې زېږېدلې دي۔
وزيراعظم زياته کړې ده چې محمد علي جناح د برصغير د مسلمانانو لپاره د يو جدا وطن اهميت درک کړ چرته چې ټولو وګړو ته د مذهب، مسلک د ازادۍ او د مساوې حقونو او موقعو حقونه په لاس راشي، هغه وایی چې د د قائداعظم د مبارزې نه بغير د پاکستان جوړیدل ناممکن وو.

Leave a reply