د پي ټي آیی مرکزي قیادت ۲۱ کسیزه کمیټي جوړه کړي ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف د مرکزي قیادت په شمول په ملک کې د د یوویشت ۲۱ کسانو آییني کمیټي جوړه کړې ده، د ا کمیټي به د نوي تنظیم د جوړولو لپاره کار کوي چې بیا د پیل نه تنظیم جوړونه وکړي.
د اي پي پي رپورټ مطابق د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د جمعې په ورځ د پاكستان تحريک انصاف مرکزي چيئرمېن وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پي ټي آئي سينئر ليډر شپ غونډې نه پس مېډيا سره په خبرو کې اوویل چې د پاكستان تحريك انصاف قامي ليډر شپ پشمول نوې آئيني كمېټۍ كښې پروېز خټك٬محمود خان٬مراد سعيد٬اسد قيصر٬علي امين ګنډا پور٬فواد چوهدري٬شاه محمود قرېشي٬حماد اظهر٬خسرو بختيار٬چوهدري محمد سرور٬سېف الله خان نيازي٬عامر كياني٬عثمان بزدار٬قاسم خان سوري٬عمران اسماعيل٬علي زيدي٬اسد عمر٬شيرين مزاري٬شفقت محمود٬ماجده خان(كشمير)او جاوېد منوا(ګلګت بلتستان شامل دي.
د رپورټ مطابق د کمیټې غړي به د نوي آیین جوړولو لپاره کار کوي او د پي ټي آیی پارټۍ د نوي تنظیم جوړولو لپاره به بنیادي ډهانچه جوړه کړي.






