په کندهار کې د باران رحمت لپاره د استسقا مونځ ادا شو

0
89

باغی ټي وي رپورټ
په ملک کې د اوږدې وچ کالۍ نه پس د افغانستان په کندهار ولایت کې ځایی عالمانو او نور په زرګونو خلقو د باران رحمت لپاره دعا وکړه او د استسقا مونځ ی ادا کړو.

د یادونې ده چې سږکال ډیره موده وشوه چې په هیواد کې بارانونه نه دی شوي چې له وجهې ی سخت وچ کالۍ راغلې ده، په سیمه کې یو شمیر د سینې رنځونه خپاره شوي دي، هم دغه وجه وه چې په کندهار ولایت کې نن د باران رحمت لپاره د استسقا مونځ ادا کړې شو.
دا خبره هم د یادونې ده چې د کوزې پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې هم د تیرو دو ورځو نه د باران رحمت لپاره د استسقا مونځونه ادا کیږي. په سلګونو شمیر کې ځایی خلق په پیښور کې راغونډ شوي او د استسقا مونځ ی ادا کړې دې.

Leave a reply