په جمرود کې یو تن په ډزو اوویشتل شو

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې په یوه بده پیښه کې یو تن باندې ډزې شوی، د سرچینو مطابق په دې ډزو کې یو تن سخت ټپي شوې او روغتون ته وړل شوې دې.
د سرچینو مطابق د جمرود په شاکس سیمه کې د ملک تاج تیل پمپ سره نزدې په موټر سایکل سورو کسانو ناڅاپه په یو تن ډزې وکړې، سرچینې وایی چې اسرار چې د شریف ځوی دې سخت ټپی شو، د پیښې نه پس موټرسایکل سوره د پیښې د ځای نه تښتیدلي او زخمي تن روغتون ته رسول شوې دې.
د یادونې ده چې به جمرود کې تیره ورځ هم یو تن په ډزو سخت ټپي شو .






