عمران خان د روس اولس مشر د محمد صلی الله علیه وآله وسلم په اړه د بیان هرکلۍ کړې

0
161

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د پېغمبر اکرم (ص) په اړه د ولسمشر ولاديمير پوتين د بيان هرکلى وکړ او ويې ويل چې دا د هغه پيغام بيا تائيد کوي چې “زموږ د پيغمبر (ص) سپکاوى د بيان ازادي نه ده.” عمران خان په خپل ټولنیزه میډیا اکاونټ باندې په یوه ټویټ کې لیکلي: “مونږ مسلمانان، په ځانګړې توګه مسلمان مشران باید دا پیغام د غیر اسلامي نړۍ مشرانو ته ورسوو ترڅو د اسلام فوبیا مخه ونیسو.”

د اې پي پي رپورټ مطابق د روس ولسمشر ولادیمیر پو ټین یوې خبرې غونډې ته په وینا کې ویلي دي چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی د بیان ازادي نه ګڼل کیږي. د روسیې خبري اژانس TASS د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر پوتین په حواله وویل: “پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی د مذهبي آزادۍ څخه سرغړونه او د هغو خلکو د سپیڅلو احساساتو سرغړونه ده چې اسلام مني.”
د پاکستان وزیراعظم عمران خان دې روس اولس مشر د بیان په ځواب کې ویلي دي چې زه د ولسمشر پوټین د وینا هرکلی کوم، خان په ټویټ کې لیکلې چې د پیوټن بیان زما پیغام بیا تاییدوي چې زمونږ پیغمبر ته سپکاوی د بیان ازادي نه ده.

Leave a reply