صدر پاکستان په پاکستاني ملت غږ کړې چې د قایداعظم پیروي وکړي

باغی ټي وي رپورټ
په داسې حال کې چې ملت د خالي په ورځ د قائداعظم محمد علي جناح 145مه کليزه لمانځي، صدر ډاکټر عارف علوي په هېوادوالو غږ وکړ چې د پاکستان د يو ستر ملت جوړولو لپاره د هغه د ستر لارښود اصولو پيروي وکړي.
د اې پي پي رپورټ مطابق د پاکستان اولس مشر ډاکټر عارف علوي پاکستاني قوم ته په خپل پیغام کې ویلي، د دې ورځې په مناسبت ټول ملت هغه بابا ته درناوى ورکوي ، د هغه قرباني او هلې ځلې ستایی چا چې د برصغیر د مسلمانانو د خپلواکۍ، د دوی لپاره یې د یو آزاد او خپلواک وطن او ریاست په جوړولو کې نه ستړي کیدونکې مبارره وکړه او آخر ی هم آزاد ملک پاکستان حاصل کړو.
هغوی اوویل چې چې د خپلو نه ستړي كېدلو هلو ځلو، وړتياو، عزم او غير معمولي كردار په نتيجه كښې عظيم قاید او مشر د پاكستان جوړولو خوب پوره كړو او په ۱۴ اګست ۱۹۴۷ کې پاکستان جوړ شو.






