د بلدیاتي ټاکنو نتیجې په سرکاري توګه اعلان نه شوې
باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا د بلدياتي انتخاباتو رسمي نتيجې اعلان نه شوې، د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي ټاکنې ترسره شوې وې، سیاسی او نور آزاد امیدواران تور لګوي چې په دې ټاکنو کې درغلې شوي دي.
د مشرق نیوز رپورټ مطابق د اليکشن کميشن لخوا د جاري شوي انتخابي شيډول له مخې داسې ویل شوي وو چې د ټولو تحصيلونو او ښارونو د بلدياتي حکومتونو او د کليو او نيبرهډ کونسلونو رسمي نتيجې به د دسمبر په ٢٤مه اعلان شي.
د رپورټ مطابق د کامياب اميدوارانو نتيجې د ريټرننګ افسرانو لخوا د ضلعو ريټرننګ افسرانو ته نه دې استولې شوې چې له وجې به په رسمي کچه نتيجې اعلان نه شي۔د کميشن لخوا جاري شوي شيډول مطابق ټاکل شوې وه په صوبه کې د بلدياتي انتخاباتو د لمړي پړاؤ نتيجې د دسمبر په ٢٤ نيټه په رسمي کچه اعلان شي.