د ا.ا.ا: هېچاته په خپل سري ډول د کانونو د کیندلو اجازه نۀ ورکوو
د ا.ا.ا: هېچاته په خپل سري ډول د کانونو د کیندلو اجازه نۀ ورکوو
د صنايعو او کانونو خونې اجرايوي رييس رحيم الله سمندر وايي، په تېرو وختونو کې د کانونو په قاچاق کې سيمه ييز زورواکي، با نفوذه کسان او د ولسي جرګې یو شمېر غړي ښکېل وو.
(2021 / 12 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور وايي، داسې راپورونه لري، چې د افغانستان یو شمېر کانونه د شپې له خوا په نا قانونه ډول کېندل کېږي.
شهاب الدین دلاور وايي، په ناقانونه توګه د کانونو ایستنه ملي خیانت دی او له سرغړونکو سره به یې سخت قانوني چلن کېږي.
د سروې له مخې، افغانستان څلور زره واړه کانونه لري، چې مالي ارزښت یې تر څلور زره میلیارد ډالرو ډېر اټکل شوی دی.
د اسلام امارت حکومت هڅه کوي چې د افغانستان د کانونو په را ایستلو سره خپل کورني عواید زیات کړي تر څو په مشروطو بهرنیو مرستو خپله تکيه کمه کړي.
د صنايعو او کانونو خونې اجرايوي رييس رحيم الله سمندر وايي، په تېرو وختونو کې د کانونو په قاچاق کې سيمه ييز زورواکي، با نفوذه کسان او د ولسي جرګې یو شمېر غړي ښکېل وو.
اړوند موضوعات:
د کانونو وزارت وایي چې ترکیې ورسره د پانګونې ژمنې کړې دي
د پخواني حکومت د کانونو وزارت هم اعلان کړی و، چې په هېواد کې تر ۱۰۰ ډېر کانونه استخراج ته چمتو شوي او خصوصي سکتور ته یې سپارلي دي.