پاکستان په افغانستان کښې د ټولمنلي حکومت حامي دې: په ملل متحده کښې د پاکستان سفیر
باغي ټي وي رپورټ
په اقوام متحده کښې د پاکستان نماینده منیر اکرم ویلي دې چې د افغانستان ګاونډي هیواد پاکستان په افغانستان کښې د امن غوښتونکې دې او خواهش ی دې چې په دې هیواد کښې وس یو داسې حکومت جوړ شي چې ټولو ګروپونو او سیاسي ګوندونو ته منظور وي.
منیر اکرم د قطر هیواد الجزیره نیوز سره په انټرویو کښې اوویل چې د طالبانو د تسلمیدو سوال به هلته را اوچت شې ترسو په افغانستان کښې ټول ګروپونه په یو ټولمنلي حکومت جوړولو کښې کامیاب شي.
نوموړی اوویل چې پاکستان غواړي او دا ی مسلسل کوشش او ترجیح ده چې افغانستان یو ولاړ او خوشحال هیواد په توګه اووینې.