که د نوازشریف سزا ختمول وی نو بیا دې ددې هیواد ټول زندانونه پرانستل شي: عمران خان

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان په یو بیان ک وئيلي دي چې د نوازشريف د واپسۍ لپاره لارې هوارول کيږي، هغه دا هم ویلي دي چې د سزا ختمولو خبرې روانې دي، په رسنیو کې د چاپ یو رپورټ مطابق هغه وایی چې د سزا ختمولو سره يو مجرم څنګه څلورم ځل وزيراعظم شي؟
په رسنیو کې د رپورټ مطابق عمران خان وایی چې که د نوازشريف سزا ختمول غواړي نو بیا دې په دې هیواد کې ټول زندانونه پرانستل شي چې ټول مجرمان آزاد شي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د پارټۍ د ترجمانانو د غونډې داخلي کیسه مخې ته راغلې ده.
غونډې ته په وينا کې وزيراعظم وويل د حيرانتيا خبره ده چې مسلم ليگ ن اؤ پيپلز پارټۍ دخيبرپښتونخوا په انتخاباتو جشن کوي.
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د ترجمانانو غونډه شوې چې پکښې د بلدياتي انتخاباتو په اړه خبرې اترې شوي دي۔
د رپورټ مطابق په دې موقع وزيراعظم ووئيل دا د حيرانتيا خبره ده چې مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ د خېبرپښتونخوا په انتخاباتو جشن لمانځي، د نواز شريف د سزا ختمېدو په اړه ګنګوسې روان دي، خان اوویل چې نواز شريف د ولس پيسې لوټ کړي اوغلا کړي دي او بهرهیواد ته وړي دي.
خان اوویل چې د نواز شريف نامه به پانامه پیپرز کې راغلې وه او د عدالت لخوا نااهل شوی، هغه زیاته کړه چې نواز شریف تر دې دمه د پیسو حساب هم نه دې ورکړې.






