په لنډیکوتل کې بیا ټاکنې، عدالت نوټس جاري کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ټاکنو کمیشن د تحصيل لنډي کوتل چيئرمېن شپ سيټ لپاره د بيا پولنګ کولو په اړه د امیدوارانو اپیل منلې دې او دې په اړه ی عدالتي مقدمه منظور کړې ده.
عدالت ټولو فریقینو ته لارښوونه کړې ده چې د دسمبر 27 ، 2021 به ددې مقدمې سماعت یعني اوریدنه وشی او ټولې ډلې دې په دې ورځ عدالت ته حاضرې شي.
د یادونې ده چې په لنډیکوتل کې د بلدیاتي ټاکنو د تحصیل چیرمین شپ لپاره امیدوارانو د ۱۹ دسمبر په ټاکنو کې د درغلیو الزام لګولې دې او دوی غوښتنه کړې ده چې دا ټاکنې دې بیا ترسره شي چې د چیرمین څوکۍ لپاره د رای اچوونې عمل په صفا توګه ترسره شوي.




