ولاړ او پرامن افغانستان به د ټولې سیمې او نړۍ لپاره د امن لامل شي: شاه محمود قریشي

0
159

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یو بیان کي ویلي دي چې د نړۍ هیوادونو په پایه تخت اسلام آباد کې اسلام نړۍ د هیوادونو د همکارۍ سازمان ۱۷ غونډه ستایلي ده او د پاکستان د مثبت رول لوبول ی هم ستایلي دي.

قریشي وایی چې د ښې او ښه اغیزلرونکې خارجه پالیسۍ په وجه پاکستان د دنیا مرکز جوړ شوې دې ، هغه زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د پاکستان مثبت رول ستاینه شوې ده او پاکستان خپله ذمه واري په ډیره مثبته توګه ادا کړي او نړۍ ی د افغانستان ستونز په اړه را ویښه کړې ده.
قریشي په ټویټ کې ویلي دي چې ملګري ملتونو سلامتي کونسل افغانستان سره د مدد کولو په حق کې قرارداد منظور کړې دې، هغه زیاته کړې چې په دې قرارداد کې د بنیادي ضرورتونو د ورکول ملاتړ او حمایت شوې دې.

Leave a reply