لوی درستیز ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې ښۀ ګاونډیتوب ته ژمن یو؛ خو د تېري مقابل کې غلي نۀ پاتې کېږو 

0
83

لوی درستیز ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې ښۀ ګاونډیتوب ته ژمن یو؛ خو د تېري مقابل کې غلي نۀ پاتې کېږو 

لوی درستيز قاري فصيح الدين فاتح، د ننګرهار والي مولوي محمد داوود مزمل او نورو مسوولينو د ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې د امنيتي ځواکونو چمتووالی له نږدې وکوت او هغوی يې خپلو مسووليتونو ته ځير کړل.

 

(2021 / 12 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اسلامي امارت لوی درستيز قاري فصيح الدين فاتح ننګرهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال ويلي چې ښه ګاونډيتوب ته ژمن دي خو که چا يې پر خاوره تېری وکړ، نو پر وړاندې يې غلي نه پاتې کېږي.

نوموړي دا څرګندونې د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال کړې او هلته يې د امنيتي ځواکونو له چمتووالي له نږدې لیدنه کړې ده.

څو ورځې مخکې د ننګرهار د استخباراتو رياست له لوري د لعلپورې ولسوالۍ په پلوڅۍ سيمه کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د اغزن تار غځولو مخنیوی کړی و او اغزن تار هم افغان ځواکونو له ځان سره وړی و.

لوی درستيز قاري فصيح الدين فاتح، د ننګرهار والي مولوي محمد داوود مزمل او نورو مسوولينو د ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې د امنيتي ځواکونو چمتووالی له نږدې وکوت او هغوی يې خپلو مسووليتونو ته ځير کړل.

لوی درستيز قاري فصيح الدين ویلي اسلامي امارت ښه ګاونډيتوب، نېکو اړيکو او متقابلو همکاريو ته ژمن دی، خو که څوک یې پر خاوره تېری وکړي، پر وړاندې يې غلي نه پاتې کېږي، بيا به مسووليت د تېري کوونکي هېواد پر غاړه وي.

Leave a reply