سمنګان ولایت کې د ټرافیکی پېښې لۀ امله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

سمنګان ولایت کې د ټرافیکی پېښې لۀ امله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده
نوموړی وایي، د موټر چپه کېدو په دې پېښه کې ۲ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د سمنګان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
(2021 / 12 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر چپه کېدو له امله ۲ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د سمنګان ولایت مطبوعاتي مسوول خیرخواه سمنګاني وویل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰بجې د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی وایي، د موټر چپه کېدو په دې پېښه کې ۲ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د سمنګان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په ورته مهال، د سمنګان ولایتي روغتون مسوولین هم دغه روغتون ته د ۲ مړو او ۶ ټپیانو لېږد تاییدوي.
د یاد روغتون د بېړنۍ برخې نوکریوال ډاکتر نجیب الله وویل چې د پېښې ټول ټپیان د ښې درملنې په موخه د بلخ ولایت حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.





