صنعت څانګې د ۱۲.۸ ملیونو روپو غوښتنه کړې ده

0
74

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا صنعت څانګې د لوکل کونسل بورډ د ودانۍ د ترميم لپاره د 12.8 ملينه روپو غوښتنه کړې ده. د خېبرپښتونخوا د اکنامک زونز ډيويلپمنټ ډيپارټمنټ لخوا د خېبر پښتونخوا صنعت څانګې ته په يوه درخواست کې ويل شوي
چې دې څانګې د ۲۰۱۳م کال په دسمبر کې د پېښور صدر څخه د خپل دفتر د ځايي کونسل بورډ د حيات اباد ودانۍ ته د لېږدولو پرېکړه کړې وه، خو په دې اړه ۲.۸۸ ميليونه روپۍ لګول شوې وې. د ځينو ناڅرګندو دلايلو له امله دفتر ونه ليږدول شو او کارکوونکي يې هم دغه شان د صدر په ودانۍ کې پاتې شول.
د مشرق رپورټ مطابق په دې موده کې د اوبو او سیني ټیشن شرکت جوړ شو او شرکت یې له همدې دفتره د کار اخیستو غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د بیارغونې لګښت به ورکړي، خو له دې وروسته له ډېرو ناستو او مکتوبونو سره سره بیا هم د پیسو ورکړه نه ده شوې.

Leave a reply