د هیواد لپاره ځان قربانوونکي اصلي اتلان دي: وزیرمملکت فرخ حبیب
باغي ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب په یو بیان کې د بلوچستان په كېچ ضلع كښې د امنيتي ځواكونو په چېك پوسته د ترهګریز برید په سختو ټکو کې غندنه کړي ده او ویلی ی دي چې د هیواد د امنیت او د اولس د حفاظت لپاره ځان قربانوونکي ددې هیواد اصلي اتلان دي.
د اې پي پي رپورټ مطابق هغه ووئيل چې ددې هیواد امنیتي ځواکونه به د ترهګرو په ضد جنګ وکړي او د وروستي ترهګر تر خاتمه به زمونږ د امنيتي ځواكونو عمليات روان وي ترڅو دا ترهګر ختم کړي.
وزیرممکل فرخ حبيب دا هم ویلي دي چې د ترهګرې په دې بده پېښه كښې د شهید شوو د پاکستان فوځ ددې ځوانانو د لوړو درجو لپاره دعا کوي .