اردغان ویلي چې افغانستان سره هر ډول مرستو ته تیار دی

0
87

اردغان ویلي چې افغانستان سره هر ډول مرستو ته تیار دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان نن رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ترکیه له افغانانو سره هر ډول مرستې ته چمتو ده.

 

(2021 / 8  / 29 نېټه باغي ټلویزیون)

د ترکیې ولسمشر چې له یو اوږړ سفر څخه تازه دغه هیواد ته راستون شوی نن له رسنیو ته د خبري کنفرانس له لارې ویلي چې افغانستان کې وروستي پرمختګونه او امنیتي حالات له نیږدې څاري، ښاغلي اردغان ویلي چې دوی  له افغانستان سره هر ډول مرستو ته چمتو دي او په وینا یې چې دوی په تمه دي چې طالبان دغه هیواد کې څه ډول نظام رامنځته کوي. ده پع طالبانو هم غو کړی چې ژر دې افغانان له دغه ترینګلي حالت څخه وباسي ځکه په وینا یې افغانان نور د درد زغم نلري.

ښاغلی اردغان دا خبرې په داسې مهال کوي چې جین هم افغانستان سره د هر ډول مرستو سینه ډبولې او ویلي یې دي چې دوی به افغانان یوازې نه پرېږدي.

Leave a reply