په افغانستان کښې د اربونو ډالرو د معدنیات ذخیرې دي: رپورټ

0
102

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلمان ګاونډی ملک کښې د یو رپورټ مطابق د اربونو او ټریلین روپو د معدنیات ذخیرې دي، په تیر شل کاله کښې چې امریکې او نورو بهرني هیوادونو کومې امدادي روپې افغانستان له ورکړې،هغه ی د سرکونو په جوړولو او د تعلیم په ښه کولو باندې لګولي دي.

د افغانستان اسلامی امارت په نزدې ټول هیواد کنټرول ترلاسه کړې ، صرف د پنجشیر په ولایت کښې د احمد مسعود مقاومت سره مخ دي خو د طالبانو مشران دې پنجشیر مزاحمتي ګروپ سره هم په خبرو اترو کښې مشغول دي چې جنګ و نه شی او پنشجیر هم د طالبانو کنټول ته راشي.

د یو رپورټ مطابق په افغانستان کښې د اربونو روپو د سرو زرو او لیتهیم ذخیرې دي، وس چې افغانستان نه امریکا او نیټو ځواکونه په ۳۱ اګسټ خپل ټول ځواکونه اوباسي نو چین یو داسې هیواد دې چې هغه کولې شي چې ددې قیمتي ذخیرو نه فایده اوچتولو لپاره په افغانستان کښې سرمایه ولګوي او دې قیمتی ذخیرو نه فایده اوچته کړي.

د سرو زرو او لیتهیم نه علاوه په دې ملک کښې د زمرودو او نور قیمتي کانړو ذخیرې هم دې خو د وسایل د نشتوالي د وجهې دې ذخیرو نه تراوسه پورې ډیره کمه فایده حاصله شوې ده.

یاد دې وی چې په افغانستان کښې ددې ذخیرو نه فایده اوچتول ددې هیواد د امنیت سره تړلې خبرې دي او چې په افغانستان کښې امنیت راشي نو ددې اربونو ډالرو ذخیرو نه به د افغانستان نوي حکومت او افغان وګړو ته ډیره فایده ورسي او د افغان عام وګړو ژوند به هم دیر ښه شی او خوشحال ژوند به ولري.

Leave a reply