پاکستان دوی سره لسکونه افغان زندانیان تورخم کې افغان دولت ته سپارلي دي 

0
163

پاکستان دوی سره لسکونه افغان زندانیان تورخم کې افغان دولت ته سپارلي دي 

د ننګرهار ولايت په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد کسان به له ثبت او راجستر وروسته خپلو کورونو ته ولېږل شي. طالب چارواکو د دغو کسانو د جرمونو او هويت په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

 

(2021 / 12 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستان له يو شمېر زندانونو څخه ۴۲ افغانان چې په بېلابېلو قضيو کې بنديان شوي و ازاد او په تورخم کې طالب چارواکو ته وسپارل.

د ننګرهار ولايت په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد کسان به له ثبت او راجستر وروسته خپلو کورونو ته ولېږل شي. طالب چارواکو د دغو کسانو د جرمونو او هويت په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

پاکستان په خپله قلمرو کې د افغان کډوالو پر وړاندې په غیر انساني چلند تورن دی. دغه هېواد بيا په دې اړه تورونه ردوي او وايي، چې له څو لسيزو راهیسې يې ميليونونه افغانانو ته پناه ورکړې او ښه پالنه یې ورڅخه کړې ده.

Leave a reply