صدر پاکستان په اسلام آباد هایی کورټ کې نوي قاضیان ټاکلي دي

0
226

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان صدر ډاكټر عارف علوي د جمعې په ورځ جسټس طارق محمود جهانګيري او جسټس بابر ستار د اسلام آباد هائي كورټ د ايډيشنل ججانو په توګه وګمارل.

د اې پي پي رپورټ مطابق اولس مشر ډاکټر عارف علوي د پاکستان د جوډيشل کمېشن په سپارښتنو عمل کولو نه پس د اساسي قانون د ۱۷۵مې مادې له مخې د يادې ګمارنې منظوري ورکړه او د اسلام آباد هایی کورټ دغه نوي قاضیان ی مقرر کړي دي.

Leave a reply