پیښور کې ۲۲زره نه زیات مجرمان ونیول شول: رپورټ
باغی وي رپورټ
سږ کال د پيښور په بيلا بيلو پوليس سټيشنونو کې د قتل، تښتونې، لوټمارۍ، چور، غلا، موټر لفټنګ، موټر سائيکل غلا، د نشه يي توکو قاچاق او نورو سختو جرمونو کې ککړ 22,500 څخه زيات مجرمان په پيښور کې ونیول شول.
د 62.9 مليونو روپو نه زياتې نغدي، 230 موبايل فونونه، له یادو کسانو څخه ۹۲ تولې زیورات،۷۰۳ میله کلاشینکوفونه، ۷۷ کلا کوف، ۷۳۲ میله کلاشینکوفونه، ۵۸۳ میله تفنګچې، ۷۶۳۲ تمانچې، ۱۷۹ لاسي بمونه او څه باندې ۶۷۸ زره بېلابېل توکي نیول شوي دي. ۹۵۶کيلوګرامه هيرويين او په زياته اندازه چاوديدونکي توکي کشف او شنډ کړل شول، د څه دپاسه 15 زرو تنو په ضد کاروايي ترسره شوه.
د پولیس په محکمه کې هم د 2632 اهلکارو په ضد کاروایی شوې او 76 تنه د غفلت په تور له دندو ګوښه شول.
د مشرق نیوز رپورټ مطابق تيره ورځ دپيښور کيپيټل سټي پوليس افسر عباس احسن ملک سعد شهيد پوليس لائن کښي ميډيا ته د پوليس کارکردګي رپورټ وړاندي کولو په مهال اوويل چي د قتل کوشش، اغوا او نورو خطرناکو کیسونو کښي مطلوب 4794 ملزمان نيولي شوي ، هغه 94 ملزمان هم په دې کسانو کې شامل دي چې د خلقو په تښتونه کې شامل دي۔
د رپورټ مطابق ۴۵ هغه تنه هم بازیاب کړې شول کوم چې تښتول شوي وو، ۵۳۷ تنه د قتل، غلا په تور نیول شوي، ۸۹۴ تنه د غلا په تور، ۱۵۹ یو ګینګ چې د په غلا پيښو کې ککړ وو نیول شوي دې.
۵۱ تنه ګاړي تښتوونکي، ۴ نور کسان چې په انسان تښتوونه کې ککړ وو، نیول شوي دي.
د رپورټ مطابق له ۱۵۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو پر وړاندې یې اقدام کړی دی. د نېشنل ايکشن پلان لاندې او د هوايي ډزو په ضد د کمپاين په ترڅ کې تر يو نيم زرو زيات شکمن کسان هم نيول شوي دي.