د نبوت د دروغو دعوی کوونکي ته د مرګ سزا واورول شوه

0
170

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور ايډيشنل ډسټرکټ اينډ سيشن جج محمد طاهر اورنګزيب د نبوت د دروغو دعوه کولو په تور ملزم ته د مرګ سزا او يو لاکه روپئ جرمانه اورولې ده۔ د استغاثې ترمخه نيولې شوي ملزم بشير مستان باندې د انقلاب پوليس سټېشن په حدودو کښې د نبوت د دروغو دعوې کولو تور لګولې شوې دې ملزم په 7 ستمبر 2020 ګرفتار کړے شوے وو او د دفعه 295-C/298 لاندې مقدمه درج کړې شوې وه۔

د مشرق نیوز رپورټ مطابق عدالت د مقدمې اورېدنه بشپړه کړې او ملزم ته يې د مرګ او یو لک روپو جرمانې سزا اورولې ده. ددې مقدمې بشپړ رپورټ به روسته خپور کړې شي.

Leave a reply