جنوبي وزیرستان کې د مشرانو مهمه جرګه شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
د جنوبي وزيرستان درې محسود قبيلې د ګومل کرکنډه د زمکې د شخړې په اړه مهمه جرګه کړې دي، په جرګه کې یو شمیر مشرانو ګډون کړې دې.
د جرګې مشرانو ویلي دي چې ضلعي انتظاميي د کرکنډئ د متنازع سيمي ليز منسوخ کړے دے، مشرانو وويل، ډپټي کمشنر جنوبي وزيرستان د حدبندۍ لپاره د محسود قام څخه د دسمبر تر 30 پورې مهلت غوښتی دی.
مشرانو زیاته کړه چې د انګریزانو د سندونو مطابق که زمکه د چا هم ورسیده ،مونږ مبارکی ورکووو، مشرانو اوویل چې دوی جګړه نه غواړي او دا ستونزه د مشرانو د جرګې له له لارې هوارول غواړي.





