خیبر پښتونخوا کي نن نه د بارانونو او واورې وریدلو لړۍ پیل کیدلو خبر ورکړې شوې دې

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا په ځينو سيمو کښې د خالي په ورځ د باران او واورې وريدو امکان خبر ورکړې شوې دې. د موسمياتو محکمې پي ډي ايم اے ضلعي انتظاميي ته خط جاري کړے دے او اړوندو ادارو ته د بارانونو او واورو د اورښت په صورت کې د احتیاطي تدابیرو نیولو هدایت هم کړې دې.
د ډایریکټر جنرل پي ډي ایم اې(د قدرتي افتونو د کنټرل ادارې) شریف حسین له لوري ضلعي انتظامي مشرانو او اړونده ادارو ته ضروري هدايات جاري کړي شوي دي، په مراسله کې ویل شوي دي چې د سختو بارانونو له امله په سیمه ایزو سیندونو کې د سیلابونو راتلو امکان شته. د موسمیاتو محکمې ویلي دي چې په لوړو غریزه سیمو کې د ځمکې ښویېدو وېره ده ، دا ی هم ویلي دي په دې سیمو کې د ځایی انتظامیه د سرکونو د بیا پاکولو لپاره د مشینري شتون یقیني کړي.





