د روسیې ولسمشر د اسلام پیغمبر ته توهین کول د بیان آزادي نده 

د روسیې ولسمشر د اسلام پیغمبر ته توهین کول د بیان آزادي نده 

وروسته له هغې چې په فرانسه کې شارلي ابدو مجلې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کارتونونه خپاره کړل، دوو وروڼو سعید او شریف کاوشي په پاریس کې د مجلې پر دفتر برید وکړ او د دې مجلې د مدیر په ګډون یې دولس کسان ووژل.

 

(2021  /  12/  24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د اسلام پیغمبر ته سپکاوی د بیان ازادي نه ده.

نوموړي ویلي، دا له مذهبي ازادۍ سرغړونه او د مسلمانانو په سپېڅلو احساساتو لوبې کول دي. نوموړي ویلي، د اسلام پیغمبر ته سپکاوی افراطیت ته لمن وهل دي.

د روسیې د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین په ۲۰۱۵ کال کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د کارتونونو د خپرولو په خاطر د شارلي ابدو مجلې برید ته په اشارې ویلي، چې افراطي ډلې له دې فرصته ګټه اخلي.

د ده په اند، هنري ازادي نامحدوده نه ده او بايد د نورو له ازادۍ څخه سرغړونه ونشي.

وروسته له هغې چې په فرانسه کې شارلي ابدو مجلې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کارتونونه خپاره کړل، دوو وروڼو سعید او شریف کاوشي په پاریس کې د مجلې پر دفتر برید وکړ او د دې مجلې د مدیر په ګډون یې دولس کسان ووژل.

هغه مهال د ډنمارک او فرانسې حکومتونو د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې د دغو کارتونونو د خپرولو ملاتړ کاوه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载