امریکا د طالبانو د وروستي دریځ ملاتړ کړی دی

0
235

امریکا د طالبانو د وروستي دریځ ملاتړ کړی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي ویلي چې طالبان په خپلو خبرو عمل کوي او دوی به یې ملاتړ کوي.

 

(2021 / 8 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)

امریکاد طالبانو د قطر دفتر غړي شیرمحمد عباس ستانکزي د وروستیو څرکندونو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې طالبان په خپلو ژمنو ولاړ خلک دي او دوی به یې ملاتړ کوي.

د طالبانو د بطر دفتر غړې شیرمحمد عباس ستانکزي وړمه ورځ وویل چې دوی به د اکست له یو دیرشم تاریخ وروسته هم هغه کسان منعه نکړي چې قانوني اسناد لري او غواړي د کابل هوايي ډګر له لارې ووځي، دۀ ویلي هېڅوک نه مجبوروو چې نه دې ځي؛ خو غواړو چې ټول دې پاتې شي او وطن دې جوړ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیل زاد دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تر اوسه طالبان د هېڅ دولت له خوا په رسمیتو ندي پېژندل شوي.

Leave a reply