نظامي محکمه وايي چې تر نورو لومړی پۀ ځان قانون پلي کوو

نظامي محکمه وايي چې تر نورو لومړی پۀ ځان قانون پلي کوو
هغه ویلي چې په دې سره به خلک نه ناهیلي کېږي او په هغه صورت کې بیا په ښه توګه قانون ته سر هم ږدي.
د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې درې واړو پرېکړه کړې ده چې د نظامي محکمې د احکامو په اجرا کې پرېکنده عمل وکړي.
(2021 / 12 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا نظامې محکمې ویلي چې د غوره عدالت د پیلتابه لپاره اړینه ده چې د قانون عملي کول له ځانه پیل شي. دا څرګندونې د ا.ا د نظامي محکمې رییس مولوي عبیدالله د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له سرپرستانو ملا یعقوب او سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې کړې دي.
مولوي عبیدالله ویلي چې د عدالت د عملي کولو لپاره اړینه ده چې قانون پر خپل ځان عملي شي.