آیی جي پي د زخمې پولیس پوښتنې له ورغلې

باغی ټي وي رپورټ
د خيبر پښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل معظم جاه انصاري د پيښور ليډي ريډنګ هسپتال کښې د سي ټي ډي افسر محمد عالم سره ليدنه وکړه کوم چې وسله والو په برید کې ټپي شوې وو۔
د سي ټي ډي افسر کانسټيبل محمد عالم د خپلې دندې ترسره کولو په مهال په ميرعلي بنو کې د وسله والو له لوري په نښه شو.
آئي جي پي په موقع موجود ډاکټرانو نه د کانسټيبل محمد عالم د صحت او تر دې دمه شوي علاج په اړه پوښتنه اوکړه او هدايات ئي ورکړ چې د هغه په ښه علاج کښې دې هيڅ قسمه کمي نه پاتې کيږي۔ آئي جي پي ژوبل شوي کانسټيبل ته د ګلونو ګلدستې ورکړې او د علاج لپاره پيسې هم ورکړې.






