په ضلع خیبر کې یو دولتي سکول جایزه وګټله

0
165

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې یو سرکارۍ سکول د تعلیم په میدان کې جایزه ګټلې ده.

واجد ابراهیم رسنیو ته ویلي دي چې په سکول کې ښه محنت، د استاذې د وظیفې سره مینه او د جذبې په وجه د جمرود سکول دا انعام ګټلې دې.
په اسلام اباد کې د برتانيې د هائي کميشن لخوا اووه ډوله فعاليتونه ترسره شول چې پکې د پاکستان او د ټولې نړۍ دولتي سکولونو برخه اخيستې وه.
واجد وويل هغه ورځ په اخره کې راورسيدله چې مونږ ورته انتظار کول، د آئي ايس اي ټولو کوآرډينيټرانو په پي سي پيښور کې په يوه رنگارنگ ايوارډ کې امتيازي سندونو او ايوارډونه ترلاسه کړل. د ضلع خیبر سرکاري سکولونو د برټش های کمیشن پاکستان څخه مننه کړې چې د پخوانۍ فاټا د وروسته پاتې سیمو ماشومانو لپاره یې دومره لوی پلیټ فارم ورکړو او دا جایزه ی وګټله.

Leave a reply