ډاکټران باید د انټی بایوټیکس داروګان مریضانو ته بغیر د ضرورته ورکولو څخه ډډه وکړي: صدر پاکستان

0
142

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي په پنډۍ کې د میډیکل یونیورسټي کې انټرنیشنل کانفرنس په خپله وینا کې ویلي دي چې ډیرې رنځونه زمونږ د بې احتیاطي له وجهې خپریږي ، هغه اوویل چې زیړې هم یو رنځ دې چې زمونږ د بې احتیاطی له وجهې مونږ ته لړي خو په احتیاط کولو سره ددې رنځ نه بچ کیدل ممکن دي.

د اې پي پي رپورټ مطابق صدر مملکت ډاکټر علوي اوویل چې په هیواد کې دې ډاكټران هر رنځ ته د درملنې كولو په ځائ اولس ته د احتياط كولو مشوره ورکړي ځکه چې ډیر رنځونه داسې دي چې مونږ کولې شو چې د بیلا بیلو رنځونو نه بچ شو.
صدر پاکستان اوویل چې د يوې اندازې له مخې پاکستان كښې 9 فيصده آبادي په هيپاټائټس اخته ده، صدر زیاته کړه چې په مصر كښې حكومت د هېپاټائيټس رنځورانو په درملنه درې بليونه ډالره خرڅ كړي٬ پاكستان له به د داسې رنځورانو خپرېدو لاره نيولو لپاره نور اقدامات كول وي چې دا مرض په خلقو کې خپور نه شی او اولس دې نه وژغورل شي.
ډاکټر علوي اوویل چې نړۍ كښې په يو شمېر ځايونو كښې دا مهال بوسټر ډوز وركړے كېږي خو اوس هم داسې ځایونه شته چې هلته اولس ته د واكسين وړومبے خوراك نه دې وركړے شوے، نوموړی زیاته کړه چې په دې لړ كښې نړۍ له نور كار پكار دې او د صحت نړيوالې ادارې دا خاص مسئله پورته كړې.
صدر پاکستان زده كوٶنكو ته په معياري تعليم وركولو په وجه د راولپنډۍ ميډيكل يونيورسټۍ د خدماتونو او د ښو زده کړو ماحول برابرولو لپاره ددوی ډیره ستاینه وکړه.

Leave a reply