کامیاب شوي امیدواران دې د اخراجاتو ګوشوارې جمع کړي: د الیکشن کمیشن اعلامیه

0
118

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا الیکشن کمیشن په یو اعلامیه کې ویلي دي چې د صوبې په بیله بیلو سیمو کې هغه د بلدیاتي ټاکنو امیدواران چې کامیاب شوي دي، هغوی دې د ټاکنو اخراجات جمع کړي.

په داعلامیه کې ویل شوي دي چې کامیاب امیدواران دې د خپل اړوند ضلعو او تحصیلونو ریټرننګ افسرانو سره خپل د اخراجاتو حساب جمع کړي. په بیان کې ویل شوي دي چې دا امیدواران دې به لسو ورځو کې دا بیانونه جمع کړي چې دوی د الیکشن په دوران څومره روپې خرچ کړي دي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي چې ترڅو چې امیدواران خپل د ټاکنو د خرڅ ګوشوارې جمع نه کړي نو ترهغه به ددوی د کامیابۍ او ګټې مراسله جاري نه کړې شي.

Leave a reply