طالبان په سوله‌ييز ډول د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار ته ننوتل

0
54

طالبان په سوله‌ييز ډول له هر ډول جګړې او مرګ ژوبلې پرته د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار ته داخل شول.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل، د ولايتي شورا غړو او نورو مسؤولينو په ګډه پرېکړه کړې، چې جلال اباد ښار له جګړې وژغوري او ښار له جګړې پرته طالبانو ته وسپاري.

طالبانو هم ويلي، دوی نه غواړي، چې د جلال اباد په شمول هېڅ ښار او کلی وران شي او نه به هېڅ چارواکي سره ناوړه چلند وشي.

له تېرې ورځې راهيسې د ننګرهار، شېرزادو، کږه، پچير اګام، سره رود، کامه، دره نور او نورې ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لويدلي او ټاکل شوې، چې په لنډو شېبو کې د ننګرهار ولايت قصر، امنيه قومندانۍ، د ملي امنيت رياست او د تورخم دروازې په شمول ټولې دولتي ادارې د طالبانو لاسته ولويږي.

حکومتي چارواکي او طالبان په ګډه هڅه کوي، چې ښار کې د ناامنيو، جګړې او چور مخه ونيسي.

Leave a reply