تر څلور میاشتني ځنډ وروسته بلخ ولایت کې د الکترونیکي تذکرو وېش بیا پیل شو
تر څلور میاشتني ځنډ وروسته بلخ ولایت کې د الکترونیکي تذکرو وېش بیا پیل شو
په همدې حال کې د بلخ یو شمېر اوسېدونکي د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د بهیر له پیلېدو هرکلی کوي، خو وايي چې د نوم لیکنې نور مرکزونه باید جوړ شي.
(2021 / 12 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
طالبانو له څلور میاشتني ځنډ وروسته په بلخ ولایت کې د الکترونیکي (ملي) تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه.
هغه زياته کړه، هڅې روانې دي، چې په نږدې ورځو کې په مزارشريف ښار کې د برېښنايي تذکرو د ثبت او وېش لپاره دوه نور مرکزونه هم فعال کړي.
په همدې حال کې د بلخ یو شمېر اوسېدونکي د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د بهیر له پیلېدو هرکلی کوي، خو وايي چې د نوم لیکنې نور مرکزونه باید جوړ شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د پاسپورټ او تقاعد اخستلو لپاره د الکترونیکي تذکرو لرا حتمي ؤ؛ خو د ا.ا.ا لۀ راتګ سره سم اوس خلک کولی شي چې پۀ کاغذي تذکرو هم خلک پاسپورټ واخلي.