ملګري ملتونه: افغانستان سره مرستې لۀ هر ډول بندیز څخه آزادې دي 

0
236

ملګري ملتونه: افغانستان سره مرستې لۀ هر ډول بندیز څخه آزادې دي 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کوي چې باید بشردوستانه مرستې پر وخت اړمنو کسانو ته ورسېږي او دوی ټینګار کړی چې د افغانستان پر نوي حکومت به یې بندیزونه دوام کوي او پوره احتیاط به کېږي چې له مالي سرچینو استفاده و نه کړي.

(2021 / 12 /  23 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو د اسانتیا په موخه نوی پرېکړه لیک صادر کړی دی.

ددغه پرېکړې له مخې نړیوال مرستندویه بنسټونه او هېوادونه کولی شي په ډاډه زړه خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي.

امنیت شورا وایي افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ دی نو له همدې امله د افغانستان له خلکو سره اقتصادي او بشردوستانه مرستې له هر ډول خنډونو او بندیزونو خوندي دي.

سرچینې همدا راز ویلي چې دغه مرستې باید د نوي حکومت هغو اداراتو او چارواکو ته و نه رسېږي چې له بندیزونو سره مخ دي.

Leave a reply