یو بد قسمته افغان خاندان

0
99

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې په ۲۶ اګسټ یوه بده پیښه مخې ته راغله کله چې په کابل هوایی ډګر یو خانمرګي برید وشو، په دې برید کښې د برطانیه نه د ازبکستان په لار یو داسې خاندان هم راغلې وو چې غوښتل ی د خاندان نور غړي له ځان سره لندن ته بوځي.

د یو میډیا رپورټ مطابق وس هم په کابل کښې په هسپتالونو کښې ددې مړو د پیژندلو لپاره خلق راخي، یو تن اوویل چې زما ورور د انګلستان نه د ازبکستان په لار کابل ته راغلې وو چې خپل د خاندان نور کسان ځان سره انګلستان ته بوځي خو دلته ددې بدې پیښې ښکار شو ،زما ورور مړې ،د هغه ۷ اووکلنه لور او یوه د درې میاشتو لور نن هم پیدا نه شو ولې د چاودنې نه یوه ورځ پس د هغه ښځې مړې مونږ ته په لاس راغې.

د چاودنه په ځای خلقو دا تور لګولې چې د چاودنې په وخت غیرملکیانو ډزې پیل کړې خو ددې الزام تصدیق نه دې شوې چې بهرني ځواکونو ډزې کړې دي.

Leave a reply