د برېټانیا شهزاده چارلز افغانانو سره د مرستې لپاره ۲۳ میلیونه ډالر راټول کړي دي

د برېټانیا شهزاده چارلز افغانانو سره د مرستې لپاره ۲۳ میلیونه ډالر راټول کړي دي
هغه دغه راز پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی دی چې نړۍ دې د افغانانو وضعیت درک کړي او له بېلو لارو دې له دغه جګړه ځپلي ملت سره خپلې مرستې او همکارۍ دوامداره وساتي.
(2021 / 12 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بریتانیا شهزاده چارلز په افغانستان کې روان اقتصادي او بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی دی.
هغه په دغه هېواد کې پر بېکاري او لوږه اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید له دغه هېواد سره مرستې ته راودانګي.
شاهزاده چارلز تر اوسه پورې له افغانستان سره د مرستې لپاره لږ تر لږه ۲۳ میلیون ډالر راټول کړي دي.
هغه دغه راز پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی دی چې نړۍ دې د افغانانو وضعیت درک کړي او له بېلو لارو دې له دغه جګړه ځپلي ملت سره خپلې مرستې او همکارۍ دوامداره وساتي.






