په ضلع خیبر کې درغلي شوې، امیدوارانو د پیښور او تورخم لویه لار بنده کړه

0
158

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل خيبر تکیه په سیمه کې د خيبر سياسي اتحاد او د بلدياتي انتخاباتو د چيئرمېن، د جنرل کونسل څوکۍ او د بلدياتي انتخاباتو لپاره د کانديدانو لخوا د پاک افغان لويه لاره د هر ډول ترافیک په مخ وتړل شوه.

د خېبر تکیه په سیمه کې نن یو احتجاجي مظاهره کې د خيبر پوليټيکل الائنس، بلدياتي انتخاباتو د چيئرمېن او جنرل کونسلر اميدوارانو اوويل چې د بلدیاتي ټاکنو پایلي دوی ته منظورې نه دي، دوی غوښتنه وکړه په راتلونکي کال کښې دې شفاف او منصفانه انتخابات وشي. هغوي اوویل چې که ټاکنې بیا و نه شی نو دوی احتجاج به دوام ولري او د پیښور او تورخم لویه لار به تړلې وي.

Leave a reply